د ډسپلين خلاف کړنې او مجازات

د ډسپلين خلاف کړنې او مجازات

الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري په ۱۳۹۷ لمريز کال کې نشر شوې د نظم او ډسپلین لايحې د احکامو پر اساس محصلين د ډسپلین خلاف کړنو په صورت کې مجازات کوي. د ډسپلین خلاف کړنې په دوه ډوله دي: لويې سرغړونې او کوچنۍ سرغړونې.

لويې سرغړونې:

د نظم او ډسپلین لايحې لومړۍ مادې پر اساس، رشوت ، اختلاس ( دوکه ) ، جنسي تجاوز ، د مؤقف څخه نا مشروع استفاده ، غلا … او داسې نور هغه اعمال دي، سربېره پر دې چې  متهم شخص پرې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کیږي بلکې کیدای شي چې دمؤقتي یا دایمي اخراج سبب هم وګرځي. 

د لومړۍ مادې په ذکر شويو صورتونو کې د سزا پرېکړه د تحصیلي مؤسسې د علمي شورا  له لوري کیږي چې آیا متهم شخص له زده کړو په مؤقتي او که دایمي ډول اخراج شي. د اداري کار کوونکو د انفکاک يا د دندې د تعليق په هکله به د بشري سرچينو عملياتي لارښود، چې د نظم او ډسپلین لايحې پر اساس جوړ شوی دی،  په رڼا کې د اداري معاونيت له لوري تصميم نيول کيږي.

د ټولنيز تعامل خلاف کړنې:

هغه سلوک او کړنې چې د ټولنيز تعامل خلاف (ضد) ګڼل کیږي په لاندې ډول دي:

  1. شخصي تعارض، جنسي زورونه ، توهین، د پوهنتون شتمنۍ او ملکیت ته ضرر رسول يا د علمي ، فرهنګي او ټولنيزو برنامو او مراسمو اخلالول
  2. د پوهنتون د لوایحو ، مقرراتو او طرزالعملونو څخه سرغړونه کول. د بېلګې په توګه د ازموينو د لایحې خلاف کړنه ، دلیليې د مقرراتو خلاف عمل ، د پوهنتون د امکاناتو او وسایلو څخه ناوړه استفاده کول… او داسې نور 
  3. تدریس ، څیړنه ، مدیریت يا اداري نظم اخلالول
  4. په پوهنتون کې نور وګړي تهدیدول يا په هغوی فشار راوړل او یا هم هغه اعمال تر سره کول ، چې د نورو وګړو فزیکي ، رواني يا امنیتي سلامتي د خطر سره مواجه کوي.
  5. ژبنیز ، قومي يا ډله ايز تعصباتو ته لمن وهل.
  6. د پوهنتون او لیليې په چاپېريال کې د مخدره موادو ، الکولي مشروباتو، نورو مسکراتو او مضرو توکو کارول، خرڅلاو  يا انتقال او  همدارنګه د قمار يا نورو غیر قانوني لوبو تر سره کول.
  7. د پوهنتون چاپېريال کې د هر ډول اسلحې، اور لږوونکو موادو، انفجاري موادو درلودل،پلورل يا لېږدول؛ یا د داسې توکو درلودل چې د اسلحې په توګه کاریدلی شي او یا هم قانونا منع اعلان شوې وي.
  8. د دندې په جریان کې د پوهنتون د لارښودونو او پالیسیو څخه سرغړوونکي يا اخلالوونکي اعمال ترسره کول.
  9. د پوهنتون په چاپېريال کې د موټر چلولو پر وخت بې پروایي، په ممنوعه ساحه کې د موټر ودرول يا د پوهنتون د امنیتي مسوولینو د اوامرو څخه قصدا سرغړونه کول.

د دریېمې مادې په پورته ‌ذکر شويو صورتونو کې نظر د سرغړوونې خفت، جديت يا تکرار ته په کتو، سر غړوونکي شخص لپاره يو له لاندې ذکر شويو سزا ګانو څخه ټاکل کيدای شي:

کتبي توصیه ، اخطاريه ، د مؤقف تنزیل(ټیټول)، تبدیلي، د تحصیل یا دندې څخه اخراج ، چې په اړوند به یې د مؤسسې علمي شورا پریکړه کوي .

اکاډمیکې سرغړونې:

  1. د لیکوالانو د علمي او فکري آثارو څخه ناوړه ګټه اخستنه، د نورو اشخاصو علمي آثارو یوه یا ټوله برخه اخیستل او بیایې په کورنۍ دندو ، مقالو ، مونوګرافونو، تیزیسونو، رسالو، کتاب لیکلو او نورو درسي موادو په تهیه کولو کې پخپل نامه نشرول.
  2. د نورو اشخاصو له نظریاتو ، مفکورو، تجاربو څخه په داسې حال کې استفاده کول، چې د لیکوال اجازه نه وي اخستل شوي، اصلي سرچینه او مأخذ نه وي ذکر شوی اویا دا چې د دغو نظریاتو، مفکورو او تجاربو عبارت او جملاتو ته داسې تغير ورکړل شوی وي چې اصلي مفهوم يې ناسم وي.
  3. د سپارل شوې اکاډميکې دندې او علمي څېړنو په اړه غیر ریښتني، مجازي يا ناسم معلومات او احصاییه وړاندې کول
  4. د ازموينو په نتایجو کې هر ډول جوړ جاړی، تقلب او حق تلفي، په رسمي اسنادو کې مداخله، په قصدي ډول د نمراتو تغیر، د پوهنتون د مسوولینو جعلي امضاکول او داسې نورې کړنې چې د غیر قانوني استفادې لپاره پکار وړل کیږي
  5. په اسنادو کې هر ډول تقلب، جعل او دوکه ، د اجازې پرته د سؤ استفادې په نیت د پوهنتون د وسایلو، سرچینو او اسنادو څخه استفاده کول
  6. په ازموينو کې د نقل هر ډول کړنه او هڅه، همدارنګه د نقل کولو په منظور هر ډول تخنیکي، مخابراتي او نشراتي وسایلو څخه استفاده کول
  7. په ازموينو کې د بل چا پر ځای حاضریدل یا  بل چاته اجازه ورکول چې  امتحان کې دده پرځای حاضرشي.
  8. د کمپیوټر او الکترونیکي وسایلو څخه ددې لپاره غیر قانوني استفاده کول څو هغه معلوماتو ته لاس رسی پیدا شي، چې د پوهنتون یا کوم خاص شخص پورې اړه ولري.

د پنځمې مادې ذکر شويو علمي سرغړونو لپاره توصیه، اخطار، تبدیلي، تعلیق( د دندې يا زده کړو ځنډول) محرومیت او حتی له دندې يا زده کړو څخه د اخراج سزا ګانې کیدلای شي.

پورته ذکر شوې سزا ګانې د پوهنځي یا پوهنتون د علمي شورا د تصویب څخه وروسته عملي کیږي.

نهایي پریکړه به متهم او متهم علیه دواړو ته رسما ورکول کیږي، د پرېکړې د بيا کتنې په اړه عریضه به د پرېکړې د صادریدو څخه تر لس ورځو پورې د مؤسسې ریاست دفتر ته ورکول کیږي.

هغه تخلفات او سرغړونې او جرمونه چې په دې لایحه کې ندي ذکر شوي د لوړو زده کړو وزارت رهبري او عالي شورا یې په اړوند پریکړه کولای شي.

د نقل موارد او مجازات

الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري په ۱۳۹۷ لمريز کال کې نشر شوې د ازموينو لايحې ۱۹مې مادې د احکامو پر اساس، محصل مکلف ګرځوي څو د ازموينو پر وخت د لاندې مواردو څخه په جدي توګه ځان وساتي:

  • شفاهي نقل
  • کتبي نقل
  • د ازموينو پرمهال د بل محصل سره پوښتنپاڼه يا ځواب پاڼه تبادله کول
  • د ازموينو پر وخت ځان سره لوست توکي ساتل يا له يو ځای څخه بل ځای ته انتقالول
  • نوټونه او يادښتونه ځان سره ساتل
  • هغه موارد چې د ازموينې نظم اخلالوي لکه: د ازموينې پر وخت د موبايل کارول، الکترونيکي يا تکنالوژيکي الات کارول، مميز استاد يا ممتحن استاد سره جدل کول، د نورو ټولګيوالو سره شخړه کول… او داسې نور

د پورتنيو مواردو د تثبيت پر وخت به د مميز استاد، ممتحن استاد، د ازموينو مديريت کار کوونکي يا د ازموينو د نظارت کمېټې غړي له لوري د اړوند/اړوندو محصل/محصلينو د ازموينې نتيجه صفر کيږي او د کړنې تر سره کوونکي به د ازموينې له صحنې څخه وېستل کيږي.

د ډسپلین خلاف کړنې تر سره کولو په صورت کې په اړوند مضمون کې د محصل نمرې صفر کيږي او ضمنا، پېښې د نوعيت پر اساس، د پوهنتون نظم او ډسپلین اصلي کمېټې يا د پوهنځي نظم او ډسپلین فرعي کمېټې ته د نورو کړنو لپاره پېژندل کيږي. د نظم او ډسپلین اصلي يا فرعي کمېټه صلاحيت لري چې محصل د نظم او ډسپلین لايحې د احکامو په رڼا کې محصل د ټولو ازموينو څخه محروم يا له پوهنتون څخه اخراج کړي.

error: Content is protected !!
X