انجينري پوهنځی
لرليد او رسالت
انجينري پوهنځی يواځې د سېول انجينرۍ ډیپارټمنټ لري
لرليد:
غواړو چې د سېول انجينرۍ په برخه کې داسې کدرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړو چې د نظري او عملي مسلکي زده کړو ترڅنګ ټول اړين مسلکي مهارتونه ولري او د کاري ساحې غوښتنې پوره کړلی شي.
رسالت:
د سېول انجينرۍ په برخه کې د محصلينو نظري زده کړو، عملي-لابراتواري او ساحوي کارونو تر څنګ د مهالني او پرمختللي تحصيلي نصاب په مرسته د محصلينو پوهه او مهارتونه په داسې ډول لوړوو چې د کار بازار غوښتنو ته ځواب ويونکي وي.
زده کړيز اهداف
- د سېول انجينرۍ مسلک اړوند مفاهيم په پوره توګه پېژندل
- د هر ډول ساختماني موادو د پېژندنې او ټسټ کولو وړتيا درلودل
- د ساختماني عناصرو (شګه، جغل، قير، اوبه، خاوره) ټسټ کولو او نتايجو تشريح کولو وړتيا درلودل
- د سېول انجينرۍ مسلک اړوند کارېدونکو سافټويرونو کارونې وړتيا درلودل
- د سېول انجينرۍ په برخه کې د پروژو ډيزائن جوړولو او تطبيق وړتيا درلودل
- د ساختماني کارونو په تړاو د چاپيريال ساتنې اړوند مسائلو باندې پوهېدل
- په کاري ټيم کې د کار کولو وړتيا درلودل
- د تطبيقاتو او ډيزائن شويو چارو راپور ليکلو وړتيا درلودل
- د هر ډول ساختماني پروژو لپاره د پلان جوړونې او تطبيق وړتيا درلودل
- د سېول انجينرۍ په برخه کې د ماسترۍ ترکچې زده کړو کولو وړتيا درلودل.
کريکولم (تحصيلي نصاب)
د علمي معاونيت په رهبرۍ د تحصيلي نصاب اصلي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځيو تحصيلي نصابونه په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د پنځه ګونو سروې ګانو پر اساس د کار بازار د غوښتنو په پام کې نيولو سره مهالني او اصلاح شوي دي. په لاندې ذکر شويو سروی ګانو سربېره، د تحصيلي نصاب پرمختيا او مهالني کولو په موخه د استادانو او محصلانو سره ازاد بحثونه هم تر سره شوي دي.
- د ګومارونکو ادارو سروی
- د بهرنيو علمي کدرونو سروی
- د فارغانو سروی
- د پوهنځي موجوده محصلانو سروی
- د پوهنځي د موجوده استادانو سروی
ګڼه | د مضامينو نوعيت | کرېډټونه | سلنه |
1 | اساسي مضامين | 40 | 26% |
2 | مسلکي مضامين | 82 | 53% |
3 | پوهنتون شموله او اختياري مضامين | 22 | 14% |
4 | پروژه او دفاع | 10 | 6% |
جمله | 154 | 100% | |
نظري تدريس او ساحوي کار | 123 | 66% | |
عملي، لابراتواري تطبيقات | 63 | 34% |
يادونه: دوه ساعته عملي کار د يو کرېډټ معدل دی. لابراتواري کار نږدې 32 کرېډټه کيږي.
د محصلينو لابراتواري کارونه
الفلاح پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصلانو عملي-تطبيقاتي نصابي فعاليتونو لپاره په ټولو اړينو وسایلو سمبال مجهز لابراتوار لري. په ياد لابراتوار کې د سېول انجينرۍ اړوند هر ډول موادو ازمېښتونه د لارښود استاد په شتون کې د لابراتوار ټکنېشن به مرسته محصلانو ته لومړی تشريح او بيا تر سره کيږي. محصلانو ته د موادو د ازمېښت په برخه کې د تطبيقاتو تر سره کولو لپاره پوره وخت ورکول کيږي او دوی فرصت لري چې پخپله هم د موادو ازمېښونه تر سره کړي.
سمینارونه/ورکشاپونه
د محصلانو د علمي کچې لوړاوي په موخه د پوهنځي استادانو او بهرنيو ميلمه ټرېنرانو له لوري د سيول ډيپارټمنټ محصلانو ته د سېول انجينرۍ اړوند نويو پرمختګونو او کړندودونو په هکله په دوامدار ډول دوی ته علمي سمينارونه/ورکشاپونه وړاندې کيږي. سره له دې چې علمي سيمنارونه او ورکشاپونه د نصابي فعاليتونو برخه دي؛ خو د محصلينو لابراتواري تطبيقاتو ته ډېر وخت او ارزښت ورکول کيږي.
د محصلينو ساحوي کتنې
د سېول ډیپارټمنټ استادانو په مرسته او د اړوندو ادارو سره د پوهنځي د تفاهم په نتيجه کې، د سېول ډیپارټمنټ محصلان د سروی او ډيزائن په برخو کې د هغه ساحو څخه کتنه کوي چېرته چې عملا ساختماني او دانيز کارونه جريان لري. په دې برخه کې محصلانو ته د لارښود استاد او د ساحوي مسؤل له لوري د تر سره کېدونکي کارونو په هکله تفصيلي معلومات ورکول کيږي. د دې فعاليتونو موخه دا وي چې محصلانو د نظري زده کړو د تطبيق څرنګوالي سره اشنا شي او په دې پوه شي چې د دوی نظري زده کړې عملي کېدونکي دی.