حقوق او سياسي علومو پوهنځی
د پوهنځي لرليد او رسالت
لرليد
غواړو چې د هېواد او سيمې په کچه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د باکيفيته زده کړو پر مټ ټولنې ته د عصر له غوښتنو سره سم مسلکي کادرونه وړاندې، او د ټولنې په وده کې مرسته وکړو.
رسالت
په حقوقي او سياسي ډګر کې د پياوړې ادارې او مسلکي استادانو پر مټ، د باکيفيته علمي او عملي زده کړو له لارې په اسلامي، ملي او اکاډميکو ارزښتونو سمبال محصلين روزو او د ټولنې د ستونزو د اساسي حل په موخه څېړنې ترسره کوو.
د پوهنځي زده کړیيز اهداف
- د حقوقي او سياسي موضوعاتو د تحليل او ارزوونې وړتيا درلودل.
- د اسلامي شريعت او وضعي قوانينو په هکله مسلکي پوهه درلودل.
- د حق پېژندل او د قانون په چوکاټ کې د حق غوښتنې اړتيا رامنځ ته کولو وړتيا درلودل.
- د نظام، دولت او حکومت او د حکومت د اړوندو ادارو د پېژندلو وړتيا درلودل.
- د قضاء، څارنوالۍ او دفاع وکالت مهارتونه درلودل.
- د داخلي او خارجي سياست د طرحه کولو او تحليل وړتيا درلودل.
- د حقوقي مفاهيمو د تشريح او تحليل وړتيا درلودل.
- د حقوق او سياسي علومو په برخه کې د علمي څېړنو ترسره کولو وړتيا درلودل.
- د ماسترۍ په کچه د زده کړو ترلاسه کولو وړتيا درلودل.
قضاء او څارنوالۍ ډیپارټمنټ
لرليد
عدليې او قضايي ارګانونو ته د مسلکي کادرونو په وړاندې کولو سره د يوې داسې ټولنې رامنځ ته کول چې په عدالت متکي وي.
رسالت
د مسلکي او کادري پرسونل پر مټ په عدلي او قضایي برخو کې د معیاري تعليمي نصاب په وړاندي کولو سره د ځوان نسل سالمه روزنه کوو او په دې وسيله ټولنې ته د خدمت په موخه د اړينې پوهې او مهارتونو لرونکي علمي کادرونه وړاندې کوو.
زده کړيیز اهداف
- د قضایي او حقوقي اصطلاحاتو سره پوره بلدتيا درلودل
- د حقوقي قواعدو د تحليل او ارزوونې وړتيا درلودل
- د عدالت د پلي کوونکو ارګانونو پېژندل
- د هېواد د نافذه قوانينو سره پوره بلدتيا درلودل
- حقیقی او حکمی اشخاصو ته د حقوقي خدماتو وړاندې کولو وړتيا درلودل.
- د ټولنې د ارزښتونو په نظر کې نيولو سره د حقوقي قواعدو جوړولو او تفسير وړتيا درلودل
- د هېواد قضايي او عدلي ارګانونو پرمختګ او اصلاحاتو د تحليل وړتيا درلودل
- د قضاء او څارنوالۍ په برخه کې د نورو لوړو زده کړو وړتيا درلودل
اداره او ډپلوماسۍ ډیپارټمنټ
لرليد
غواړو د هېواد په کچه د يوې داسې ادارې په توګه وپېژندل شو چې د ادارې او سياست په برخو کې د ملي ګټو پر روحيه سمبال مسلکي کادرونه مو د عصر غوښتنو سره سم روزلې وي.
رسالت
د ژمنو او مسلکي کادرونو پر مټ د غوره نظري او عملي زده کړو له لارې په اسلامي او علمي ارزښتونو سمبال کادرونه روزو او ټولنې ته يې په داسې ډول د خدمت لپاره وړاندې کوو، چې د هر ډول فساد څخه پاک وي.
زده کړیيز اهداف
- د ادارو له تشکيل او جوړښت سره بلدتيا درلودل
- د داخلي او بهرني سياست له اصطلاحاتو او مفاهيمو سره پوره بلدتيا درلودل
- د نړيوالو سازمانونو پېژندل
- د سياسي علومو په اړوند موضوعاتو کې د علمي او تحليلي ليکنو مهارت درلودل
- د نورو هېوادونو سره د نړيوالو اړيکو د ساتنې په موخه د ډيپلوماټيکو حقوقو د تحليل وړتيا درلودل
- د سياسي او اداري موضوعاتو د تحليل او ارزوونې وړتيا درلودل
- د ديپلوماتيکو مهارتونو او تکتيکونو سره د محصلينو اشنا کول
- په عملي توګه د سياست له لارې د ټولنې د خدمت وړتيا درلودل
- په اداري او دپلوماسۍ کې د نورو لوړو زده کړو وړتيا درلودل
کريکولم (تحصيلي نصاب)
د علمي معاونيت په رهبرۍ د تحصيلي نصاب اصلي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځيو تحصيلي نصابونه په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د پنځه ګونو سروی ګانو پر اساس د کار بازار د غوښتنو په پام کې نيولو سره مهالني او اصلاح شوي دي. په لاندې ذکر شويو سروی ګانو سربېره، د تحصيلي نصاب پرمختيا او مهالني کولو په موخه د استادانو او محصلينو سره ازاد بحثونه هم تر سره شوي دي.
- د ګومارونکو ادارو سروی
- د بهرنيو علمي کدرونو سروی
- د فارغانو سروی
- د پوهنځي موجوده محصلانو سروی
- د د پوهنځي د موجوده استادانو سروی
الف: اداري او دپلوماسۍ ډیپارټمنټ
ګڼه | د مضامينو نوعيت | کرېډټونه | سلنه |
1 | اساسي مضامين | 35 | 24.30% |
2 | مسلکي مضامين | 80 | 55.55% |
3 | پوهنتون شموله او اختياري مضامين | 20 | 13.88% |
4 | پايليک او مناقشه | 9 | 6.25% |
جمله | 144 | 100% |
ب: قضاء او څارنوالۍ ډیپارټمنټ
ګڼه | د مضامينو نوعيت | کرېډټونه | سلنه |
1 | اساسي مضامين | 43 | 28% |
2 | مسلکي مضامين | 87 | 58% |
3 | پوهنتون شموله او اختياري مضامين | 12 | 8% |
4 | پايليک او مناقشه | 9 | 6% |
جمله | 151 | 100% |
د محصلينو عملي کارونه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلينو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه، د نظري زده کړو تر څنګ د محصلينو عملي زده کړو ته هم د پام وړ توجه کړې. هغه مسايل چې محصلين يې په نظري ډول لولي او په عملي بڼه تنظيمېدای شي، د پوهنځي د هڅاندو استادانو پر مټ ورته په عملي ډول هم وړاندې کيږي. ياد پوهنځي تر دې دمه د اداري او ديپلوماسۍ څانګې محصلينو ته د سفير د باورليک د تسليم مراسم، تشريفات، سياسي بحثونه، د ولسمشرانو انتخاباتي مناظرې، د سياسي طرحو د وړاندې کولو برنامې، اداري مجلس او باالاخره د ملګرو ملتونو د سازمان تمثيل او په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې د حقوقي عريضې ليکل، صورت دعوې ليکل، دفاعيې ليکل، تمثيلي مرکې، تمثيلي محاکمې او په عمومي ډول د پارلمان تمثيل، په پارلمان کې د قانون تصويب، د کتاب لوستنې سيالي او ګڼې نورې عملي برنامې په لاره اچولي او لا هوډ لري چې د محصلينو د علمي وړتيا په څنګ کې د دوی عملي وړتيا هم پياوړې کړي.
علمي سيمينارونه او ورکشاپونه:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت له لوري د منل شوي تحصيلي نصاب د تطبيق په څنګ کې د محصلينو د علمي غنا په پار په هر سمسټر کې په مهمو، ارزښتناکو، او د عصر سره برابرو موضوعاتو باندې علمي سيمينارونه او ورکشاپونه دايروي، د يادو سيمينارونو او ورکشاپونو د وړاندې کولو لپاره د پوهنځي د پياوړو استادانو تر څنګ بهرني پوهان او متخصصين هم رابلل کيږي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر دې دمه په مختلفو موضوعاتو ډېر شمېر سمينارونه او ورکشاپونه محصلينو ته وړاندې کړي چې لا به ادامه ورکړي.
حقوقي کلينک
الفلاح پوهنتون د شرعيات، حقوق او سياسي علومو پوهنخيو محصلينو مسلکي روزنې او د ټولنې بې بضاعته وګړو د حقوقي مرستو په موخه په ۱۳۹۷ لمريز کال کې حقوقي کلينک تأسيس کړی دی. په ياد کلينک کې د فقه او قانون، قضاء او څارنوالۍ ډیپارټمنټونو ممتاز محصلين د شفافې رقابتي پروسې له لارې ټاکل کيږي چې د يو کال مودې لپاره په حقوقي کلينک کې نظري او عملي زده کړې کوي. د حقوقي کلينک اړوند په يو کلنه روزنيزه برنامه کې د پنځم او شپږم سمسټرونو محصلين ګډون کولی شي. محصلين د حقوقي کلينک په لومړۍ پنځه مياشتينۍ مرحله کې درې مهارتونه زده کوي:
- حقوقي تحليل او ليکنه
- کورني او جزایي حقوق
- د دفاع وکالت مهارتونه
محصلين په دویمه پنځه مياشتينۍ مرحله کې د حقوقي اسنادو (حقوقي عريضه، صورت دعوه، دفاعيه، اعتراض، د اعتراض دفع) د ليکنې او د کلينک مراجعينو ته د حقوقي مشورو ورکولو په برخو کې په عملي ډول روزل کيږي.
کوم محصلين چې ياده برنامه په کاميابۍ سره پای ته ورسوي، د پوهنتون له لوري ورته په روزنيزه برنامه کې د ګډون سند ورکول کيږي.