د داخلې شرايط

Eligibility Criteria

په لسانس دوره کې د دولسم ټولګي د فارغانو  د شمولیت شرایط:

په خصوصي پوهنتونونو  او لوړو زده کړو مؤسسو کې شموليتي کانکور ازموينه یوه ملی پروسه ده ،او داوطلبان د خپل ذوق له مخې چې لاندې شرایط یې پوره کړي وي، د نوم لیکنې څخه وروسته په ياده ازموينه کې ګډون کولی شي. 

  1. د تابعیت تذکرې لرل 
  2. د معارف وزارت په مهر ، لاسلیک ، او تایید سره د دولسم ټولګي شهادتنامه (بری ليک) درلودل
  3. د کومې دولتي ، خصوصي ، داخلي او بهرنۍ تحصیلي مؤسسې برحال محصل نه وي ( که چیرې محصل وي نو د خپلې منفکۍ معتبر سند باید هغه پوهنتون ته چې دی پکې شامليدل غواړي، سپارل)
  4. په کتبي ډول د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د ټولو مقرراتو او ضوابطو د منلو او عملي کولو ته ژمن وي او ياد ژمنليک د داخلې پر وخت لاسليک کړي
  5. که چېرې يو تن د اړوند ولایت په دولتي کانکور ازموينه کې ګډون کړی وي او په پاېله کې د لوړزده کړو مؤسسو ته معرفي شوي وي، په همدغه کال کې د اړوند نمرو سره پوهنتون کې د داخلو پر وخت شاميلېدای شي
  6. که یو محصل دوه یا درې ځلي په دولتي کانکور کې ګډون کړی وي، د یادو آزموینو تر ټولو لوړه نمره د دولتي کانکور ازموينې د معیاري نمرې په توګه ( چې په خصوصي پوهنتونونو کې د منل کېدو لپاره  معيار پوره کولی شي ) په خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کې د شمولیت نمرو په توګه منل کیږي
  7. هغه داوطلب چې په دولتي کانکور ازموينه کې يې ګډون نه وي کړی، بايد د الفلاح پوهنتون په کانکور ازموينه کې ګډون وکړي او د کاميابۍ په صورت کې جذبيدای شي
  8. داوطلب بايد د الفلاح پوهنتون په کانکور ازموينه کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې پر وخت د ازموينې د شموليت فورم په خپل قلم په داسې ډول ډک کړی وي چې قلم پاک پکې نه وي کارول شوی او نه هم چټل نويس معلومات په کې ذکر شوي وي. که چېرې د ياد فورم په ذکر شويو معلوماتو کې کومه اشتباه موجوده وي، مسوولیت یی په خپله د محصل په غاړه دی
  9. د الفلاح پوهنتون له لوري صادر شوي د کانکور ازموينې د ګډون کارت درلودل
  10. د کانکور ازموينې مينه وال کولی شي چې د خپلې پرېکړې پر اساس پوهنځی او درسي وخت انتخاب کړي

د  دارالعلومونو څخه د څوارلسم ټولګي فارغانو د شمولیت شرایط

  1. کانکور ازموينه کې ګډون کوونکی شخص بايد د اړوند وزارت څخه د څوارلسم ټولګي د فراغت تایید  شوی سند ولري.
  2. د ۱۳م او ۱۴م ټولګيو د نمرو اوسط بايد له ۸۰ سلنې څخه کم نه وي
  3. هغه ۱۴م پاسان چې په دولتي تعليمي يا د نيمه لوړو زده کړو بسنټونو کې برحاله ښوونکي يا د دیني مدارسو او دارالمعلمینو څخه فارغ شوي وي، ۸۰ سلنه اوسط نمرې درلودل ورته شرط ندی.
  4. د کانکور په ازموینه کې انجینري پوهنځي ته د کاميابۍ نمرې ۲۱۰ دي، ژورنالېزم، اقتصاد، شرعيات، حقوق او سياسي علومو پوهنځيو ته د کاميابۍ نمرې ۱۱۰ ټاکل شوي دي.
  5. د نورو شرطونو پوره کولو وروسته، د دارالعلومونو ۱۴م پاسان یوازې د اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ په پنځم سمسټرکې شامليدای شي. 
  6. هغه ۱۴م پاسان چې غواړي اقتصاد يا انجینري پوهنځي کې شامل شي، دوی کولی شي د اختصاصي کانکور ازموينې له لارې د يادو پوهنځيو په درېيم سمسټر کې جذب شي.

د مسلکي انسیټیوټ د ۱۴م پاسانو د جذب شرایط

  1. د کانکور ازموينې هغه مينه وال چې په درېيم سمسټر کې شامليدل غواړي، بايد د مربوطه مسلکي انسټيټيوټ څخه د فراغت تایيد شوي اسناد ولري
  2. د کانکور ازموينې مينه وال بايد د نومليکنې پر وخت د خپل مسلک اړوند پوهنځی انتخاب کړي
  3. د کانکور ازموينې مينه وال کولی شي چې له يو ځل څخه زياتو کانکور ازموينو کې ګډون وکړي.
  4. د مسلکی انسیټیوټ ۱۴م پاس بايد په ۱۳م او ۱۴م ټولګيو کي80%   اوسط نمرې تر لاسه کړې وي.
  5. د مسلکي انسټیټوټ ۱۴م پاس په کانکور ازموينه کې له ګډون او کاميابېدو وروسته د اړونده پوهنځي په درېیم سمسټر کې شاميليږي.

error: Content is protected !!
X