د پوهنتون رئيس پيغام

د پوهنتون رئيس پيغام

د انساني ټولنو ماهيت د علمي روزنو په فکري ګوهر جوړ او له همدې لارې د پرمختيا او لوړتيا له تسکينوونکي ډاډ څخه خپلو ظرفيتونو ته وده ورکوي.
د نننۍ نړۍ برلاسي ملتونه هغه دي، چې ځانونه يې د معنوي بنسټونو په شتون سمبال او خپلې روزنيزې اړتياوې يې د همدغو ارزښتونو په پام کې نېولو سره د بل له احتياج پرته پوره کړې وي.
له بده مرغه چې د ګران هېواد افغانستان د لسیزو ستونزو، ربړو، بشري سرچينو او ظرفیتونو د نه شتون له امله، د هر نا مناسب بېروني ناورین لاسونه را اوږده او پايله يې د سیاسي بې ثباتۍ، ټولنیزو ستونزو او نامناسب اقتصادي وضعیت دوام و؛ خو دې ټولو بدمرغيو ته د يو معقول حل يوازينۍ لار په افغانستان کې د خصوصي لوړو زده کړو ایجاد و، چې له نېکه مرغه اوس ګڼې علمي ادارې په دې برخه کې زیار باسي او د هېواد د روڼتیا په فکر، مختلفې برنامې تر تطبیق لاندې لري.
الفلاح پوهنتون هم د خپلو هېوادوالو د فکري روڼتيا او ويښتيا په هيله، د خپلو راتلونکو لویو ستراتېژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره غواړي خپله دردمنه ټولنه په معنوي لحاظ پر خپل ځان متکي کړي. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره يې ځانګړې موخې ټاکلي او ورته د رسېدو لپاره يې پراخ علمي او اداري پروګرامونه پېل کړي، څو وکړای شو ځوان کهول د هېواد جوړوونې او هېواد پالنې په دیني او ملي روحیه سمبال او سمدستي پرمخ شته سیاسي بې ثباتۍ، ټولنیزو ستونزو او کاواکه اقتصادي وضعیت د نېکمرغۍ او پرځان بسياينې لور ته رهبري کړو .
ټولنې ته زموږ د وړاندې شوې بشري منبع تعهد، د خپلو خلکو پر وړاندې موږ ته د خپلو موخو او ستراتېژیو په بشپړ عمل کې په ښه بڼه د ترسراوي ډاډ راکوي او هڅوي مو چې دا ستر ملت د مثبت تغيیر پلوی دی.
په همدې ارمان زيار باسو چې ځوان کهول مو خپل ځانونه د نړۍ د متمدنه اسلامي ځوانانو کتار کې وويني. له خپل څښتن تعالی سره د شوې وعدې پر اساس، خپلو خلکو ته ژمنتیا د خپل کار بنیادي اصل ګڼو او تر هغې پر دې لار ځو چې خپلو سپېڅلو موخو ته رسېدلي نه يو.

ډاکټر سید معشوق سادات

د الفلاح پوهنتون رئيس

د الفلاح پوهنتون رییس
error: Content is protected !!
X