کمېټې او شورا ګانې

کمېټې او شورا ګانې

په الفلاح پوهنتون کې درې ډوله کمېټې فعاليت کوي. اصلي کمېټې، فرعي کمېټې او ځانګړې کمېټې
اصلي کمېټې:
دا هغه کمېټې دي چې د پوهنتون په کچه اړونده چارې ترسره کوي؛ د پوهنځيو او څانګو په کچه فرعي کمېټو لپاره اساس جوړوونکي او سمت ورکوونکي وي.په الفلاح پوهنتون کې لاندې ذکر شوې اصلي کمېټې فعاليت کوي:
1. د ستراتيژيک پلان (پلان او پاليسۍ) اصلي کمېټه
2. د کيفيت لوړونې اصلي کمېټه
3. د څېړنې اصلي کمېټه
4. د کريکولم (نصاب) اصلي کمېټه
5. د برئښنائي زده کړو اصلي کمېټه
6. د نظم او ډسپلين اصلي کمېټه
7. د فرهنګي چارو اصلي کمېټه
8. د ازموينو اصلي کمېټه
فرعي کمېټې:
دا هغه کمېټې دي چې د پوهنځي او څانګو په کچه اړونده چارې تر سره کوي او د پوهنتون په کچه اصلي کمېټو ته ځواب ويونکې وي. په الفلاح پوهنتون کې لاندې ذکر شوې فرعي کمېټې فعاليت لري:
1. د ستراتيژيک پلان (پلان او پاليسۍ) فرعي کمېټه
2. د کيفيت لوړونې فرعي کمېټه
3. د څېړنې فرعي کمېټه
4. د کريکولم (نصاب) فرعي کمېټه
5. د برېښنایي زده کړو فرعي کمېټه
6. د نظم او ډسپلين فرعي کمېټه
7. د فرهنګي چارو اصلي کمېټه
8. د ازموينو اصلي کمېټه
ځانګړې کمېټې:
دا هغه کمېټې دي چې کارونه يې ډېر محدود او ځانګړي دي. دا کمېټې يواځې د پوهنتون په کچه چارې ترسره کوي او د هېڅ کوم پوهنځي يا بل واحد پورې تړلې نه دي او نه هم د پوهنځي په جوړښت کې يادې کمېټې د فرعي کمېټو په توګه شاملې دي. د الفلاح پوهنتون ځانګړې کمېټې عبارت دي له:
1. د بدني روزنې (سپورټ) کمېټه
2. د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو کمېټه
3. د چاپېريال ساتنې او ښکلا کمېټه
4. د مالي چارو د داخلي تفتيش کمېټه

شورا ګانې

په الفلاح پوهنتون کې لاندې شورا ګانې د مهالويش او اړتيا پر اساس دايريږي:
• د ډېپارټمنټ په کچه د ډېپارتمنت شورا
• د پوهنځي په کچه علمي شورا او د استادانو شورا ګانې
• د پوهنتون په کچه علمي شورا او اجرائيوي شورا ګانې

error: Content is protected !!
X