د سمسټر ناکامي
لاندې صورتونه د محصل د سمسټر د ناکامۍ (تکرار سمسټر) سبب ګرځي
- کله چی محصل په هر مضمون کې ۷۵ سلنه حاضري پوره نه کړي، د اړونده مضمون په وروستۍ ازموينه کې محروم شمېرل کيږي. هغه محصلين چې د سمسټر جمله کرېډټونو نيمايي (۵۰ سلنه ) کرېډټونو کې محروم شي ياد سمسټر به په تکراري ډول لولي او په دې حال کې بل پوهنتون ته قانونا تبديلي هم نشي کولی.
- کله چې محصل د تاجيل پرته په يو سمسټر کې غايب شي
- کله چې محصل محروم نه وي اما په ازموينو کې له ګډون وروسته له ۵۰ سلنې څخه په ډېرو کرېډټونو کې ناکام شي
په هر مضمون کې د کاميابۍ نمرې ۵۵ سلنه دي.
د محصل د اخراج کېدو شرايط
لاندې صورتونه په دايمي توګه د محصل د اخراج سبب ګرځي:
- دوه ځلې په مسلسل ډول په یو سمسټر کې ناکامېدل یا محروميدل
- کله چې د یو محصل تحصلي دوره د شپږو کلونو څخه زیاته شي
- کله چی محصل په یو سمسټر کې د نمرو ۶۰ سلنه عمومي اوسط پوره نه کړي، نو په اول ځل ورته شفاهي اخطاریه ورکول کیږي او د اخطاريي ورکول د نتایجو په جدول کې ثبتېږي.که چېرې محصل دويم ځل لپاره په پرله پسې توګه، بل سمسټر کې بیا هم د نمرو ۶۰ سلنه عمومي اوسط پوره نه کړي، نو د ازموينو مديريت په همغږۍ د اړوند پوهنځي له لوري ورته کتبي اخطاریه ورکول کیږي او د کتبي اخطاريي ورکړه د ازموينو مدیریت له خوا د نتایجو په جدول کې ثبت کیږي. او د محصل څخه کتبي تعهد اخیستل کیږي څو په زده کړو کې کوښښ وکړي. که چیرې محصل د درېیم ځل لپاره په پیوسته توګه، په بل سمسټر کې بیا هم د نمرو ۶۰ سلنه اوسط پوره نه کړ؛ نو له پوهنتون څخه په دايمي ډول اخراجيږي.