اعتبار اخېستنه

اعتبار اخېستنه

هغه پروسه ده چې لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې ریاست ته د ځان ارزونې راپور تر سپارلو وروسته د یاد ریاست له خوا تر سره کېږي. اعتبار اخېستنه د ځان ارزوونې پاېله بلل کيږي.
په دغه پروسه کې د پوهنتون له خوا ځان ته د هر معیار په مقابل کې د ورکول شويو نمرو عملاً ارزیابي، د یاد ریاست له خوا ترسره کېږي او په پايله کې پوهنتون ته د تر سره شوې ارزوونې په اساس د کاميابۍ (ټاکلې نمرې ترلاسه کول) يا ناکامۍ (ټاکلې نمرې نه ترلاسه کول) نتيجه ورکول کيږي.
اعتبار اخېستنه درې مرحلې لري چې په وروستۍ مرحله کې پوهنتون بشپړ اعتبار Full Accreditation ترلاسه کوي.

د اعتبار ورکونې پروسې پړاوونه

لومړی پړاو: د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکوونې ریاست له خوا پوهنتون ته د اعتبار اخيستنې پروسې په هکله رسما خبر ورکول کېږي.
دويم پړاو: پوهنتون د خپل ځان په اړه ارزونه ترسره کوي او د معلومو غوښتنو پر اساس د ځان ارزونې راپور چمتو کوي.
درېیم پړاو: پوهنتون د ځان ارزونې راپور او اړونده اسناد لوړو زده کړو وزارت ته سپاري. د ځان ارزونې راپور د پوهنځي او پوهنتون په کچه جوړيږي.
څلورم پړاو: د لوړو زده کړو وزارت یاد اسناد او شواهد مطالعه کوي او بیا یې د مسلکي کتونکو ټیم ته استوي.
پنځم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د ځان ارزوونې راپور او اړوند اسناد تر غور او بر رسۍ لاندې نیسي.
شپږم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د پوهنتون څخه د کتنې او ارزوونې په اړه موافقه کوي.
اووم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم له پوهنتون څخه کتنه ترسره کوي او د اعتبار ورکوونې ۱۲ اصلي او ۵۰ فرعي معيارونو پر اساس پوهنتون ارزوي.
اتم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم په لومړي قدم کې د پوهنتون له لوري د استول شوي ځان ارزونې راپور له مخې د پوهنتون له رهبرۍ شورا نيولې د محصلانو په شمول د استادانو او ټولو برخو اداري کار کوونکو سره په جلا ډول کتنې کوي، په يادو کتنو کې ټول شفاهي معلومات او خبرې ثبت کوي او د هرې ناستې انځورونه اخلي. په دويم قدم کې، د ځان ارزونې راپور او شفاهي معلوماتو پر اساس په هره اړوند برخه کې اسناد ګوري او په اړه يې تبصرې له ځان سره ليکي.
نهم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د ترسره شويو کتنو او ارزونې پر اساس راپور چمتو کوي او په لوړو زده کړو وزارت کې يې د کیفیت لوړونې او اعتبارورکوونې د ریاست اړوند بورډ ته د ټولو اثباتيه اسنادو (ثبت شوې خبرې، انځورونه، د اړوند اسنادو کاپي) سره يوځای سپاري.
لسم پړاو: پوهنتون ته فرصت ورکول کېږي، ترڅو د راپور د کره والي او صحت په اړه خپل نظر څرګند کړي او دلیل وړاندې کړي. دا کار د نتيجې په اړه د نهايي تصميم وړاندې په پوهنتون کې د ارزوونې په پای کې تر سره کيږي.
یوولسم پړاو: د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکوونې د ریاست بورډ:
الف: هغه نمرې چې د مسلکي کتنې په راپور کې ذکر شوې، تایيدوي يا يې د اسنادو او شواهدو پر اساس تغيروي.
ب: د اعتبار ورکوونې په اړه تر پرېکړې مخکې له مسلکي کتونکو ټیم څخه د لازیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.
دولسم پړاو: د لوړو زده کړو وزارت له لورې د اعتبار ورکونې د تصمیم په اړه، پوهنتون ته په کتبي ډول د علمي اعتبار اړوند ارزوونې نتيجه استول کيږي
دریالسم پړاو: که چېرې پوهنتون باور لري چې د ارزونې نتيجه عادلانه نده، پوهنتون فرصت لري چې پر نهايي پرېکړې د بیا کتنې او غور غوښتنه وکړي.
څوارلسم پړاو: د ارزونې نتيجې په ملتيا پوهنتون د مثبتو کړنو او نيمګړتياوو د سمون په موخه تفصيلي پاېله استول کيږي.
پنځلسم پړاو: اړونده پوهنتون د مسلکي ارزوونکي ټيم سپارښتنو او په ګوته شويو نيمګړتياو د اصلاح په موخه کاري پلان جوړوي او د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست ته يې استوي.

د اعتبار اخستنې پروسه کې وخت په وخت ځينې تغيرات رامنځته کيږي. د بېلګې په ډول، په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست د درېيمې مرحلې اکاډميک اعتبار اخستنې لپاره لاندې پنځه نوي شرطونه ټاکلي دي. په بل عبارت، هغه تحصيلي اداره چې د بشپړ (درېيمې مرحلې) اکاډميک اعتبار ترلاسه کولو لپاره لپاره ځان کانديد کړي، بايد لاندې شرطونه پوره کړي:
1. د علمي برنامو دوره يې بيا کتنې تر سره کول او راپورونه يې لوړو زده کړو وزارت ته سپارل
2. د علمي برنامو د نظارت کلني راپورونه د لوړو زده کړو وزارت ته سپارل
3. په عدم مسؤليت فورم کې د لوړو زده کړو وزارت اته رياستونو څخه د تحصيلي ادارې د اړوند چارو په هکله د مثبت نظر ورکول
4. د دايمي ودانۍ درلودل يا د کرايې اوږدمهاله تړون شتون
5. د تضمين کيفيت او اعتبار ورکونې بورد له خوا د تحصيلي ادارې لومړنۍ کتنه او د ياد بورد مثبته ارزونه

error: Content is protected !!
X