ژورنالېژم پوهنځی
لرليد او رسالت
ژورنالېزم پوهنځی د عمومي ژورنالېزم په نوم يو ډيپارټمنټ لري
لرليد
ژورنالېزم پوهنځی ژمن دی چې رسنيز ډګر ته په کار پوه او ملي ارزښتونو ته متعهد داسې علمي کادرونه وړاندې کړي چې د کار بازار تغيرېدونکو غوښتنو ته ځواب ويونکي وي.
رسالت
ټولنې ته مسلکي او عصري تکنالوژۍ سره پوره بلدتيا لرونکي داسې مسلکي کادرونه وړاندې کوو چې د ملي او اسلامي ارزښتونو د بقاء په موخه د حقايقو څخه د خلکو خبرونې او پوهاوي ټول اړين مهارتونه ولري.
زده کړيیز اهداف
۱. د ټولنې وګړي د ملي او نړيوالو پېښو څخه د خبرولو مهارت درلودل
۲. په ټولنه کې د ستونزو د حل په موخه د حقايقو رابرسېره کولو او نورو ته د رسولو مهارت درلودل
۳. د ژورنالستيکو معيارونو په رڼا کې د مسایلو د څېړنې او تحليل وړتيا درلودل
۴. د لیکنې اوڅېړنيزو راپورونو د ليکلو وړتيا درلودل
۵. د يوې پېښې په هکله د اړوندو اړخونو دقيقې ارزوونې وړتيا درلودل
۶. په راډيو/ټلويزيون کې د خبر ليکنې او ايډيټر په توګه د کار کولو توان درلودل
۷. په عامه اړيکو او نورو اړوندو برخو کې د ماسترۍ زده کړو ترلاسه کولو وړتيا درلودل
کريکولم (تحصيلي نصاب)
د علمي معاونيت په رهبرۍ د تحصيلي نصاب اصلي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځيو تحصيلي نصابونه په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د پنځه ګونو سروی ګانو پر اساس د کار بازار د غوښتنو په پام کې نيولو سره مهالني او اصلاح شوي دي. په لاندې ذکر شويو سروی ګانو سربېره، د تحصيلي نصاب پرمختيا او مهالني کولو په موخه د استادانو او محصلانو سره ازاد بحثونه هم تر سره شوي دي.
- د ګومارونکو ادارو سروی
- د بهرنيو علمي کدرونو سروی
- د فارغانو سروی
- د پوهنځي موجوده محصلانو سروی
- د د پوهنځي د موجوده استادانو سروی
ګڼه | د مضامينو نوعيت | کرېډټونه | سلنه |
1 | اساسي مضامين | 41 | 28.87% |
2 | مسلکي مضامين | 78 | 54.92 |
3 | پوهنتون شموله او اختياري مضامين | 17 | 11.97 |
4 | پايليک او دفاع | 6 | 4.22 |
جمله | 142 | 100% |
د محصلينو عملي کارونه
د ژورنالېزم پوهنځي محصلان د پوهنځي رياست او اړوندو ادارو په تفاهم د لارښود استادانو په ملتيا له غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو څخه کتنه کوي. په دې کتنه کې محصلينو ته د تخنيکي وسایلو کارول، د نشراتي سکېجول تطبيق په اړه لار ښوونې، چاپي رسنيو کې د ایډیټ او چاپ چارو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کېږي.
همدا راز محصلانو ته د عملي زده کړو په برخه کې د پوهنتون په سټوډیو کې بېلګه ییز ګردي میزونه، خبري کنفرانسونه، عملي راپور او خبر لیکنه ،مرکه او په علمي موضوعاتو د سمینار وړاندې کولو ترڅنګ د غږ ثبتولو، کامرې کارولو، د کامرې پر وړاندې د خبرو کولو او انځور اخیستلو عملي روزنه هم ورکول کېږي.
د دې ساحوي کتنو موخه داده چې زموږ محصلان د مسلکي وسایلو د کارولو سره بلد شي، د کارولو طریقې او په رسنیو کې اړین تخنیکي وسابل وپیژني.
کلتوري «فرهنګي» فعاليتونه
په دې برخه کې د محصلينو له لوري د ورځپاڼو، مجلو او کتابونو مخ کتنه، لنډیز برابرول، په محتوا او ډیزاین باندې ازاد بحثونه، وينا ګانې او داسې نور فعاليتونه تر سره کيږي.
دا فعاليتونه د پوهنتون کلتوري«فرهنګي» چارو اصلي کمېټې په مرسته د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو په ملتيا وړاندې کېږي.