کلنۍ څارنه او دوره يې بيا کتنه

کلنۍ څارنه او دوره يې بيا کتنه

په پوهنتون کې د علمي، اداري او محصلانو چارو اړوند پروګرامونو او برنامو څارنې او ارزونې په موخه د کيفيت لوړونې آمريت، د تضمين کيفيت اصلي او فرعي کمېټو له لوري د علمي برنامو څارنه کيږي او په اړوند يې راپورونه له چمتو کېدو او تائيد وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته استول کيږي. په دې لړ کې لاندې سروی ګانې تر سره کيږي، د سروی ګانو د تحليل شويو نتايجو پر اساس د اړينو اجراتو لپاره اکشن پلانونه جوړيږي او له تطبيق څخه يې نظارت کيږي.
1. د تدريس د کيفيت ارزوونې سروی (د هر سمسټر ۱۴مه اونۍ)
2. د استادانو د رضايت او عدم رضايت سروی (کال کې يو ځل)
3. د محصلانو د رضايت او عدم رضايت سروی (کال کې يو ځل)
4. په ټولګيو کې د تدريس مشاهده ( کال کې يو ځل)
5. د درسي پلانونو د تطبيق سروی (د هر سمسټر ۱۱مه اونۍ)
6. د فارغانو د ګومارنې سروی (د هر کال فارغانو څخه)
7. د فارغانو د مهارتونو سروی (د هر کال فارغانو څخه)
8. د محصلانو د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتيا ارزوونې سروی ګانې
9. د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتيا ارزوونې سروی ګانې
10. په دوامدار ډول د علمي برنامو څخه نظارت کول او د علمي برنامو د څارنې کلنی راپور چمتو کول
11. د درې څخه تر پنځو کلونو په موده کې د علمي برنامو دوره يې بيا کتنه کول او راپورونه يې چمتو کول

error: Content is protected !!
X