د ادبي سرقت مخنيوي پاليسي

د ادبي سرقت مخنيوي پاليسي

څېړنې امريت په انګليسي او عربي ژبه ليکل شوې علمي مقالې او څېړنې د (Turnitin) سافټوير په مرسته ګوري. په يادو ژبو ليکل شويو څېړنو/علمي مقالو کې د جدولونو او مأخدونو پرته د ٪ ۲۰  پورې (Similarity Index) يا لفظي اقتباس د منلو وړ دی. 

په پښتو او دري ژبو ليکل شويو څېړنو يا علمي مقالو  کې د ادبي سرقت مخنيوي لپاره مايکروسافټ ورډ څخه کار اخستل کيږي او د دې ترڅنګ د بهرنيو کتونکو کتنو ته ډېر ارزښت ورکول کيږي.

د ادبي سرقت مخنيوي لپاره په تحقيق، تأليف او ژباړه کې اخلاقي پاليسي تطبيقيږي.

error: Content is protected !!
X