الفلاح علمي-څېړنيزه مجله

الفلاح علمي-څېړنيزه مجله

الفلاح علمي- څېړنيزه مجله په لاندې شرايطو برابرې علمي څېړنې او علمي مقالې د چاپ لپاره مني:

۱. د څېړنيزي ليکنې يا علمي مقالې موضوع بايد نوې وي او له دې وړاندې پرې بل شخص يا ادارې کار نه وي کړی.

۲. څېړنه په داسې موضوع تر سره شوې وي چې لوستل يې اړين وي، موضوع يې ډېره عامه او پراخه نه وي یانې مشخصه وي.

۳. د ليکنې موضوع  او نور متن بايد لوستونکي ته واضحه وي او هيڅ ډول ابهام پکې نه وي.

۴. په علمي ليکنه کې دې ليکوال د يوې موضوع په اړه پرېکړه ونکړي او دا کار دې لوستونکو ته پريږدي او په څېړنيزه ليکنه کې دې ليکوال د څېړنې کړنلارې په اساس نتيجې ته ورسيږي.

۵. څېړنيزه ليکنه بايد دغه برخې ولري: موضوع، د ليکوال نوم، اداري يا کاري تړلتيا، لنډيز، کليدي کلمات، 

سريزه، د څېړنې کړنلاره، مناقشه (د اړتيا په اساس)، [نتيجه]/ پايله، وړانديزونه (د اړتيا په اساس) او مأخذونه .

۶. د تړلو څېړنو/ليکنو د يادونې پر وخت بايد د مفهومي اقتباس څخه کار اخستل شوی وي.

۷. ماخذونه بايد يو له لاندينيو مأخذ ليکنې ارونو په رڼا کې ليکل شوي وي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت له لوري نشر شوی شين کتاب: د مأخذ ليکنې لارښود 
  2. د APA ماخذ ليکنې لارښود

۸. په موضوع کې بايد ټولې خبرې او نظرونه داسې ليکل شوي وي چې منطقي او علمي تړاو ولري.

۹. ليکنه بايد د امکان تر بريده لنډه او سکښت يې د يوې علمي مقالې يا څېړنې استازيتوب وکړي.  

۱۰. څېړنيزه ليکنه بايد لږ تر لږه ۱۲ مأخذونه ولري.

۱۱. د څېړنيزې ليکنې د کلماتو (Words) شمېر بايد د ۳۰۰۰ او ۷۰۰۰ تر منځ وي. همدا شان د علمي مقالې د کلماتو شمېر بايد د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ ترمنځ وي.

۱۲. الفلاح علمي- څېړنيزه مجله کثير المثالک (multi-disciplinary) مجله ده چې په پښتو او دري ژبو د ټولنيزو علومو، اداري علومو، اقتصاد، شرعي علومو او سېول انجينرۍ اړوند څېړنې او علمي ليکنې د کتنو او چاپ لپاره مني.

۱۳. د موضوع اهميت او زماني قلمرو ته په کتو سره الفلاح علمي- څېړنيزه مجله په ټوله ګڼه کې دوه ژباړې د چاپ لپاره مني.

۱۴. يواځې هغه څېړنې او علمي ليکنې به د کتنو پړاو ته ځي چې د کتنو لپاره تایيد شي. که چيرې په ليکنه کې د بهرنيو مسلکي کتونکو له لوري ښوول شوي اصلاحات په پام کې ونه نيول شي، بيا هم امکان شته چې ليکنه له پروفي کتنې او چاپ څخه پاتې شي.

۱۵. ټولې ليکنې به د لاندې ذکر شوي پروسيجر له مخې کتل کيږي:

الف: د الفلاح پوهنتون استاد له لوري استول شوې څېړنيزه ليکنه/علمي مقاله

۱. د ليکوال له لورې ليکنه په اړوند پوهنځي کې د څېړنې کمېټې مسوول ته د کتنې لپاره سپارل کيږي.

۲. د موضوع د کره کتنې وروسته ليکوال سره د کتنو نتايج په کتبي بڼه شريکېږي.

۳. د مجلې کتنپلاوي غړي له لوري ليکنه کتل کيږي او ملاحظات له ليکوال سره شريکېږي.

۴. د څېړنې امريت له لوري موضوع ته کره کتنه کيږي او ملاحظات ليکوال سره شريکېږي.

۵. له ليکوال څخه د ليکنې نهايي او اصلاح شوې بڼې د تر لاسه کېدو او کتنو وروسته د مجلې مدير مسوول ته سپارل کيږي. 

۶. د ليکنې پروفي کتنه تر سره کېږي او ليکنه چاپ ته اماده کيږي. 

۷. د ټولو ليکنو دېزاين تر سره کيږي او مجله چاپ ته سپارل کيږي.

ب: د نورو پوهنتونونو ، علمي ادارو او څېړنيزو بسنټونو غړو له لوري استول شوې څېړنيزه ليکنه/علمي مقاله

۱. ليکوال په شرایطو برابره موضوع د arj@alfalah.edu.af له لارې الفلاح علمي او څېړنيزې مجلې ته استوي.

۲. ليکنه د چاپ شرایطو سره پرتله کيږي.

۳. که چېرې ليکنه د مجلې د غوښتنو سره سمه ليکل شوې وي، د اړونده ساحې (ډسپلين) دوه ماهرينو ته د کتنو لپاره سپارل کيږي. په دې مرحله کې د ليکنې کتونکو سره د ليکوال نوم نه شريکيږي (Blind Peer Review). 

۴. تر لاسه شوې کتنې د مجلې له لورې ليکوال سره شريکيږي، ليکوال د ليکنې اصلاح شوې بڼه يو ځل بيا مجلې ته استوي.

۵. ليکنې ته د مجلې ايډېټر له لري کره کتنه کيږي او په ليکنه کې اړينې سمونې په ګوته کيږي.

۶. د مجلې کتنپلاوي له لوري د موضوع او د موضوع کيفيت ښه کولو په موخه کره کتنه کيږي او ليکنه ليکوال سره شريکيږي.

۷. د ليکوال له لوري د اړينو اصلاحاتو وروسته د موضوع پروفي کتنه کيږي او د املائي/نحوي صحت په موخه ليکنه د ليکوال له لوري نهايي کيږي.

۸. د مجلې کتنپلاوی د ليکنو پروفي کتنه کوي او ليکنې د نهايي کولو وروسته ډيزائن ته سپاري.

۹. د ليکنې ډېزائن تر سره کيږي او موضوع چاپ ته اماده کيږي.

۱۰. له چاپ وروسته د مجلې يوه کاپي ليکوال ته سپارل کيږي.

error: Content is protected !!
X