د تبديلۍ شرایط
دغه طرزالعمل یا کړنلاره د لوړوزده کړو وزارت د لایحو او مقرراتو په رڼا کې او د محصلانو اړتياوو او عیني غوښتنو ته په پاملرنې، په لاندې مادو کې ترتیب شوې ده.
د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د محصلانو تبدیلي د تبدیلۍ د نوې لایحې له مخې ترسره کیږي. هغه موارد چې په لایحه کې شتون نه لري، د لوړوزده کړو وزارت رهبرۍ شورا ته وړاندیز کېږي.
- د تبدیلۍ ټولې چارې د دوه پوهنتونونو د کتبي موافقې او د لوړو زده کړو وزارت د اجراءاتو په نتيجه کې صورت نيسي.
- د خصوصي پوهتونونو د تبدیلۍ وخت په هر کال کې دوه ځله دی چې لومړی وخت سرطان او اسد میاشت او دويم وخت د جدي او دلوې میاشتې ټاکل شوې دي. د خارج مرز محصلانو تبدیلي له ټاکلې نېټې څخه پرته هم تر سره کېدای شي.
- دولتې پوهنتون څخه خصوصي پوهنتون ته تبدیلي مجاز لري خو له خصوصي پوهنتون څخه بیا دولتې ته هیچ مجاز نه لري .
- هغه محصلین چې د تحصیلي دورې لومړی کال يې تاجیل ترلاسه کړی وي، د تبديلۍ لايحې مطابق تبدیلي کولای شي.
- هغه محصلان چې په لومړي سمسټر کې وي او غواړي تبدیلي وکړي د تبدیلۍ حق نه لري .
- هغه محصلان چې یو وار تبدیل شوي وي، دویم ځل لپاره هم کولی شي خو دریم ځل بیا د تبدیلۍ حق نه لري.
- هغه محصلان چې معلولیت ولري او د معلولیت اسناد او عیني شواهد د لوړزده کړو وزارت رهبرۍ شورا ته وړاندې کړي، د نوموړې شورا له خوا ورسره لازمه همکاري صورت نیسي.
- د لوړوزده کړو وزارت د ۱۳۹۵ کال د جدي میاشتې، ۵ مې نیټې د مکتوب له مخې، هغه محصلان چې ( د تاجیل په حال کې وي، ناکام، محروم او يا غیابت ولري) تبدیلي نشي کولای.
- یو پوهنتون نه بل پوهنتون ته د یوې رشتې څخه بلې رشتې ته تبدیلي مجاز نه لري .
- پورته کړنلاره د لوړوزده کړو زارت د رهبرۍ هیئت د ۱۳۹۴ کال د قوس میاشتې ۲۸ مې نېټې په جلسه کې تصویب شوې او د وزارت مقام تر منظورۍ وروسته د تطبیق وړ ده.
د تبدیلۍ اړوند چارو مراحل:
- له لوړو زده کړو وزارت څخه د تبدیلۍ فورم ترلاسه کول.
- په ذکر شوي فورم کې به له خپل پوهنتون څخه موافقه واخلي.
- بیا به په ذکر شوي فورم کې له هغه پوهنتون څخه موافقه واخلي، چې تبدیلي ورته کوي.
- تر دې وروسته ذکر شوی فورم، د خصوصي پوهنتونونو محصلانو چارو ریاست ته وړي.
- بیا د خصوصي پوهنتونونو له طریقه خپل پوهنتون ته مکتوب راوړي، ترڅو د نوموړي محصل برحالي تائید او ټول سوابق او اسناد د مکتوب په واسطه د خصوصي پوهنتونونو ریاست ته واستوي.
- د برحالۍ له تائید څخه وروسته به بیا د خصوصي پوهنتونونو د ریاست له طریقه د مکتوب په واسطه لېږل شوي اسناد او سوابق، د بل مکتوب له لارې هغه پوهنتون ته لېږدول کېږي چې محصل غواړي تبدیلي ورته وکړي.
- تبدیلي نهایي کېږي او محصل کولاي شي خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.