د څېړنيز مرکز لرليد
غواړو د داسې څېړنيز مرکز په توګه وپېژندل شو چې د استادانو او محصلينو څېړنو مو د هېواد په ټولنيز-اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لوبولی وي.
د څېړنيز مرکز رسالت
د استادانو او محصلينو په مرسته د منل شويو ملي او سيمه ايزو څېړنيزو اصولو په رڼا کې د علمي پرمختګ او ټولنيزو-اقتصادي ستونزو د حل په موخه څېړنې ترسره کوو.
د څيړنې آمريت اهداف
• د محصلينو او استادانو ظرفیتونه لوړول
• د علمي څېړنو لپاره لارښود مواد تهيه کول
• اړوندو ادارو سره کاري اړيکې ايجادول او ساتل
• د پايليکونو او څېړنو اړوند د محصلينو او استادانو ستونزې حل کول
• د څېړنيزو کړنو ملاتړ کول او څېړونکو ته مالي او تخنيکي امکانات برابرول
• د محصلينو او استادانو ترمنځ د علمي څېړنو اړوند موضوعاتو په هکله عامه پوهاوی کول
• ملي او نړيوالو پیژندل شويو څیړنیزو ژورنالونو ته څېړنيزې مقالې ((Research Papers د نشر لپاره سپارل