شرعيات پوهنځی

شرعيات پوهنځی

شرعيات پوهنځی دوه ډيپارټمنټونه لري: اسلامي تعليمات؛ فقه او قانون.

لرليد او رسالت

لرليد

شرعيات پوهنځی غواړي چې د افغانستان او سيمې په کچه په شرعي علومو کې د لوړو زده کړو داسې بنسټ ايښودونکی شي، چې د تدريس لوړ کيفيت، پياوړي اداري سستم او اسلامي رزونې په رڼا کې يې ټولنې ته په شرعي علومو پوه او مسلکي نسل وړاندې کړی وي.

رسالت

افغانستان او سیمې خلکو ته د شرعي علومو په برخه کې پياوړي اکاډمیک کدرونه روزو چې د اړيني مسلکي پوهې او اړينو مسلکي مهارتونو درلودونکي وي او په ټوله معنی د يو استاد، مدير او مذهبي لارښود په توګه هېواد ته خدمت وکړي.

زده کړيیز اهداف

  1. د اسلامي تعليماتو اړوند مضامينو او په ځانګړي ډول د قران کريم او نبوي احاديثو په تدريس او تشريح باندې حاکميت درلودل.
  2. د اسلامي دعوت او خطابي مهارتونه درلودل
  3. په ديني مدارسو، دارالمعليمينونو او نورو ديني مراکزو کې د شرعي علومو تدريس چارو ترسره کولو وړتيا درلودل
  4. د اسلامي تعليماتو په برخه کې د نورو لوړو زده کړو ترلاسه کولو وړتيا درلودل
  5. د دې وړتيا درلودل چې اختلافي مسایلو ته د توافق او ټکر دفع کولو له پلوه کتنه وکړای شي.
  6. د تدريس په شمول د اسلامي دعوت لپاره کارېدونکو تکنالوژيکي وسایلو کارونې وړتيا درلودل
  7. د يوې شخړې په حل کې د تېرو، موجوده فقهي قضاياو او بشري حقونو په پام کې نيولو سره د استدلال وړتيا درلودل
  8. د دې وړتيا درلودل چې د قضاياو څېړنې پر وخت د قران کريم ايتونو، نبوي احاديثو او د هېواد نافذه قوانينو څخه استدلال او استنباط وکولی شي.
  9. د شرعي احکامو د دقيقې او پوره پوهې ترڅنګ د نورو وضعي او فرعي قوانينو په هکله پوهاوی درلودل.
  10. د دفاع وکالت وړتيا درلودل او د مدافع وکيل په توګه د دندې ترلاسه کولو وړتيا درلودل
  11. د اسلامي تعلمياتو، فقهې او قانون په برخو کې د نورو لوړو زده کړو حاصلولو توان درلودل. 

اسلامي تعلمياتو ډيپارټمنټ

لرليد

غواړو د اسلامي تعليماتو په برخه کې د مهالني او پرمختللی تحصيلي نصاب او مسلکي استادانو په مرسته داسې علمي کدرونه ټولنې ته د اصلاح او پرمختګ لپاره وړاندې کړو چې د دعوت، تدريس او خطابت مهارتونه ولري.

رسالت

د غوره اداري سستم او معياري تحصيلي نصاب په مرسته داسې کدرونه روزو چې د اسلامي تعليماتو اړوند کاري ساحې غوښتنې پوره کولی شي.

زده کړيیز اهداف

  1. د قرانکريم او نبوي احاديثو دقيق فهم او په تدريس يې حاکميت درلودل
  2. د اسلامي دعوت اساليب او تګلارې پېژندل
  3. د خطابې او وينا کولو مهارت درلودل
  4. د اختلافي مسایلو د ټکر دفع کولو وړتيا درلودل
  5. د هغو ستونزو او مسایلو چې اسلامي امت ورسره مخ دی، د خپلې پوهې په رڼاکې د حل په موخه د درملنې عزم درلودل
  6. د توحيد عقيدې غوښتنې او نقايض په پوره توګه پېژندل
  7. په عربي ژبه د ليکل شويو متونو د لوست او له هغې څخه د پوره فهم ترلاسه کولو توان درلودل
  8. د مدرس، مربي او مدير په توګه د دندې ترسره کولو توان درلودل
  9. د تفسير او حديث په برخو کې د ماسترۍ تر کچې د لوړو زده کړو توان درلودل

فقه او قانون ډیپارټمنټ

لرليد

غواړو چې د فقهې او قانون په برخه کې داسې مسلکي کادرونه وروزو چې د نظري او عملي زده کړو له کبله په اړوند کاري ساحه کې د ورسپارل شوې دندې هر ډول قانوني غوښتنې پوره کړای شي.

 

رسالت

د فقهي او قانون په برخه کې د مسلکي او با تجربه استادانو په مرسته د نظري او عملي زده کړو تر څنګ زده کړيالان په داسې روحيه روزو چې د ټولو اړينو مسلکي مهارتونو او پوهې درلودونکي وي.

زده کړيز اهداف

  1. د شرعي احکامو ترڅنګ د وضعي او فرعي قوانينو په هکله پوهه درلودل
  2. د قضاء په برخه کې د لومړنۍ روزنې اړتيا نه درلودل
  3. د دفاع وکالت مهارتونه درلودل 
  4. د شخړو په حل کې د اسلامي شريعت اړوند احکامو څخه د استنباط کولو وړتيا درلودل
  5. د عدلي او قضائي ارګانونو د اجراءاتو په هکله پوره معلومات درلودل
  6. د محاکماتو د اصولو په هکله پوهاوی درلودل
  7.   معاصرو قضاياو ته د شرعي حل لارو پيدا کولو توان درلودل
  8.  د اسلام جزایي نظام اصولو په هکله بشپړ معلومات درلودل
  9. د فقهې / قانون په برخه کې د ماسترۍ تر کچې د زده کړو توان درلودل

کريکولم (تحصيلي نصاب)

د علمي معاونيت په رهبرۍ د تحصيلي نصاب اصلي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځيو تحصيلي نصابونه په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د پنځه ګونو سروی ګانو پر اساس د کار بازار د غوښتنو په پام کې نيولو سره مهالني او اصلاح شوي دي. په لاندې ذکر شويو سروی ګانو سربېره، د تحصيلي نصاب پرمختيا او مهالني کولو په موخه د استادانو او محصلينو سره ازاد بحثونه هم تر سره شوي دي.

  1. د ګومارونکو ادارو سروی
  2. د بهرنيو علمي کدرونو سروی
  3. د فارغانو سروی
  4. د پوهنځي موجوده محصلانو سروی
  5. د پوهنځي د موجوده استادانو سروی

 

الف: اسلامي تعليمات ډیپارټمنټ

ګڼهد مضامينو نوعيتکرېډټونهسلنه
1اساسي مضامين4630%
2مسلکي مضامين8053%
3پوهنتون شموله او اختياري مضامين1812%
4پايليک او مناقشه64%
جمله150100%

 

ب: فقه او قانون ډیپارټمنټ

ګڼهد مضامينو نوعيتکرېډټونهسلنه
1اساسي مضامين4530%
2مسلکي مضامين8154%
3پوهنتون شموله او اختياري مضامين1812%
4پايليک او مناقشه64%
جمله150100%

 

د محصلينو عملي کارونه

د شرعيات پوهنځي فقه او قانون ډیپارټمنټ محصلان د لارښود استادانو په مرسته په دوامدار ډول تمثيلي محاکمې دايروي. په يادو تمثيلي محاکمو کې تمثيل کوونکي محصلان نورو محصلانو ته د قضائي اجراءاتو په هکله بشپړ تمثيل وړاندې کوي. د څارنوال، مدافع وکيل، د قضائي جلسې رئيس، غړي او منشي، پوليس او د متهم له لوري د قضيي په هکله د معلوماتو ورکولو مشاهده صورت نيسي.

همدا راز، د شرعيات پوهنځي فقه او قانون ډیپارټمنټ با استعداده محصلان د پوهنتون په حقوقي کلينک کې په يو کلنه ځانګړې برنامه کې شامليږي. په ياده برنامه کې د استادانو او مدافع وکيلانو له لوري د برنامې ګډونوالو ته د دفاع وکالت په برخه کې ځانګړې نظري او عملي برنامه وړاندې کيږي. په ياده برنامه کې د دفاع وکالت، حقوقي تحليل او ليکنې ترڅنګ محصلانو ته د حقوقي اسنادو لکه، حقوقي عريضه، صورت دعوی، دفاعيه، اعتراض او د اعتراض د دفعې، ليکنې روزنه ورکول کيږي.

 

علمي سمينارونه

اړوند ادارو او اسلامي دعوتګرانو سره د شرعيات پوهنځي په تفاهم د پوهنځي محصلينو ته په معاصرو قضاياو او هغه مسایلو، چې د ټولنې د پرمختګ او اصلاح لپاره خورا ارزښت لري، په هکله علمي سمينارونه وړاندې کيږي. محصلانو ته د پوهنځي استادانو له لوري په هغو موضوعاتو هم علمي سمينارونه وړاندې کيږي، چې په هغې کې ډېر تفصيلي بحث ته اړتيا وي او د مهالويش له مخې په درسي ساعتونو کې د درسي پلان په رڼا کې روښانه کول ستونزمن وي. 

 

دعوتي فعاليتونه

د شرعيات پوهنځي اسلامي تعليماتو ډیپارټمنټ محصلينو له لوري د پوهنځي او نورو پوهنځيو محصلينو ته د پوهنتون په مسجد کې د لمانځه وروسته دعوتي بيانونه وړاندې کيږي. دا دعوتي لړۍ د خطابې په برخه کېد محصلينو د روزنې په موخه تر سره کيږي. همدا راز، شرعيات پوهنځی دعوتي مرکز لري او له دې لارې د بروشرونو او نورو اطلاعاتي لارو چارو په مرسته په ټولنه کې د افکارو او اعمالو د اصلاح په موخه دعوتي چارې تر سره کيږي.

error: Content is protected !!
X