اقتصاد پوهنځی
اقتصاد پوهنځی د کاروباري مديريت په نوم يواځې يو ډيپارټمنټ لري.
لرليد او رسالت
لرليد:
اقتصاد پوهنځی غواړي ټولنې ته داسې اشخاص وروزي، چې په کاروباري مديريت کې په نظري او عملي توګه د اړينو مسلکي مهارتونو په لرلو سره د هيواد د پرمختګ سبب شي.
رسالت:
اقتصاد پوهنځی د کاروباري مديريت په برخه کې د عملي او نظري زده کړو ترڅنګ په مسلکي مهارتونو سمبال داسې محصلين روزي، چې د څېړنې تر سره کولو، مدیریت او رهبرۍ وړتياوو په لرلو سره د کار بازار غوښتنې پوره کړای شي.
زده کړیيز اهداف
۱. د مديريت او رهبرۍ په اساساتو پوهيدل
۲. د ادارې او تجارت اړوند موضوعاتو په هکله ټوليز او مفصل معلومات درلودل
۳. د حسابدارۍ، بشري سرچينو مديريت او بازار موندنې اړوند نظري پوهه او مسلکي مهارتونه درلودل
۴. د هر ډول پلانونو جوړولو، تطبيقولو او ارزوونې وړتيا درلودل
۵. کاري ساحه کې په انفرادي توګه او په کاري ټيم کې د فعال غړي په توګه د کاري اهدافو ترلاسه کولو وړتيا درلودل
۶. د سوداګرۍ او سوداګريزو مارکېټونو د وضعيت تحليلولو وړتيا درلودل
۷. د ادارې او مديريت اړوند پیژندل شويو کړنو په هکله معلومات درلودل
۸. د حسابدارۍ او بشري سرچينو مديريت په برخو کې د نورو لوړو زده کړو وړتيا درلودل
کريکولم (تحصيلي نصاب)
د علمي معاونيت په رهبرۍ د تحصيلي نصاب اصلي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځيو تحصيلي نصابونه په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د پنځه ګونو سروی ګانو پر اساس د کار بازار د غوښتنو په پام کې نيولو سره مهالني او اصلاح شوي دي. پر لاندې ذکر شويو سروې ګانو سربېره، د تحصيلي نصاب پرمختيا او مهالني کولو په موخه د استادانو او محصلينو سره ازاد بحثونه هم تر سره شوي دي.
- د ګومارونکو ادارو سروی
- د بهرنيو علمي کدرونو سروی
- د فارغانو سروی
- د پوهنځي موجوده محصلانو سروی
- د پوهنځي د موجوده استادانو سروی
ګڼه | د مضامينو نوعيت | کرېډټونه | سلنه |
1 | اساسي مضامين | 40 | 27% |
2 | مسلکي مضامين | 78 | 53% |
3 | پوهنتون شموله او اختياري مضامين | 24 | 16% |
4 | پايليک او دفاع | 6 | 4% |
جمله | 148 | 100% |
د محصلينو کاروباري مشاهدات
د اقتصاد پوهنځي محصلان د پوهنځي رياست په مرسته د اړوندو لارښود استادانو په ملتيا په ننګرهار ولايت کې د کاروباري واحداتو (بانکونه، فابريکې، خدماتي او توليدي شرکتونه، مؤسسات او نورې اړونده ادارې) څخه په دوامداره توګه د پوهنځي د ساحوي کتنو او عملي کارونو پلان پر اساس کتنې کوي، دوی په کاري ساحه کې د کاروبارونو، توليد، محاسبوي سستمونو، اداري اجراءاتو، خدماتو عرضه کولو او نورو برخو په هکله کتنې کوي. د اقتصاد پوهنځی محصلانو د ساحوي کتنو انځورونه لاندې د بېلګې په توګه ښودل شوي دي.
سمینارونه/ورکشاپونه
د مسلکي پرمختيا مرکز (PDC) د اقتصاد پوهنځي رياست په سلا مشوره، د محصلينو او استادانو د اړتيا ارزوونې پر اساس، محصلانو او استادانو ته علمي سمينارونه، ورکشاپونه او روزنيزې برنامې دايروي. ډېری علمي سمينارونه او ورکشاپونه د پوهنخي استادانو له لوري محصلانو ته وړاندې کيږي. ځينې ورکشاپونه د بهرنيو ټرېنرانو، تجربه لرونکو مسلکي اشخاصو له لوري هم وړاندې کيږي.