ځان ارزونه
د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکوونې پروسې یوه برخه ده چې یوه تحصیلي مؤسسه یې د یاد وزارت د مسلکي کتونکو ټیم ته د ارزوونې او اعتبار ورکوونې په منظور د راپور په شکل وړاندې کوي. پوهنتون د ځان ارزوونې په پاېله کې د لوړو زده کړو وزارت څخه اکاډميک اعتبار ترلاسه کولی شي.
د ځان ارزوونې هدف
د پوهنتون اداره له پوهنځيو، علمي او اداري پروگرامونو، زېربناوو، زده کړيزو او کاري اسانتياوو څخه خپله ارزونه ترسره کوي څو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت د تضمین او لوړونې ټاکل شوي معيارونه پوره تطبيق کړي او اکاډميک اعتبار ترلاسه کړي.