د علمي او اداري برنامو څارنه او ارزوونه
په پوهنتون کې د علمي، اداري او محصلانو چارو اړوند پروګرامونو او برنامو څارنه او ارزوونې په موخه د کيفيت لوړونې آمريت او پوهنځيو د کيفيت لوړونې فرعي کمېټو له لوري لاندې سروی ګانې تر سره کيږي، د سروی ګانو د تحليل شويو نتايجو پر اساس د اړينو اجراتو لپاره اکشن پلانونه جوړيږي او له تطبيق څخه يې نظارت کيږي.
- د تدريس د کيفيت ارزوونې سروی (د هر سمسټر ۱۴مه اونۍ)
- د استادانو د رضايت او عدم رضايت سروی (کال کې يو ځل)
- د محصلانو د رضايت او عدم رضايت سروی (کال کې يو ځل)
- په ټولګيو کې د تدريس مشاهده ( کال کې يو ځل)
- د درسي پلانونو د تطبيق سروی (د هر سمسټر ۱۱مه اونۍ)
- د فارغانو سروی (د هر کال فارغانو څخه)
- د محصلانو د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتيا ارزوونې سروی ګانې
- د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتيا ارزوونې سروی ګانې