د ادبي سرقت مخنيوي پاليسي
څېړنې امريت په انګليسي او عربي ژبه ليکل شوې علمي مقالې او څېړنې د (Turnitin) سافټوير په مرسته ګوري. په يادو ژبو ليکل شويو څېړنو/علمي مقالو کې د جدولونو او مأخدونو پرته د ٪ ۲۰ پورې (Similarity Index) يا لفظي اقتباس د منلو وړ دی.
په پښتو او دري ژبو ليکل شويو څېړنو يا علمي مقالو کې د ادبي سرقت مخنيوي لپاره مايکروسافټ ورډ څخه کار اخستل کيږي او د دې ترڅنګ د بهرنيو کتونکو کتنو ته ډېر ارزښت ورکول کيږي.
د ادبي سرقت مخنيوي لپاره په تحقيق، تأليف او ژباړه کې اخلاقي پاليسي تطبيقيږي.