کيفيت لوړونې آمريت
الفلاح پوهنتون په خپل تشکیل او جوړښت کې د کيفيت لوړونې آمريت لري، چې ياد آمريت د پوهنتون د کليدي واحد په توګه په ازادانه ډول د ټولو برخو د کارونو څخه څارنه او د ترسره شويو کارونو ارزونه کوي. ياد امريت تر دې دمه د ځان ارزوونې له لارې د دويمې مرحلې اعتبار اخېستنه کې مرکزي رول لرلی دی او د پوهنتون کار کوونکو ترمنخ يې د کيفيت د تضمين معيارونو تفسير او تطبيق به برخه کې د پوهاوي له لارې د دوی ظرفيتونه لوړ کړي دي. د کيفيت لوړونې امريت د پوهنتون په کچه د تضمين کيفيت اصلي کمېټې چارې د علمي معاونيت په همغږۍ او همکارۍ مخته وړي او د پوهنځيو په کچه د تضمين کيفيت فرعي کمېټو کارونو څخه په مستقيم ډول څارنه کوي. په پوهنتون کې د نورو ټولو اصلي او ځانګړیو کمېټو له کارونو څخه په غير مستقيم او نوبتي ډول څارنه کوي او د ستونزو په صورت کې يادو برخو ته اصلاحي کړنې وړانديزوي.
د کیفیت لوړونې امریت اهداف
- د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې ریاست د طرزالعملونو او پالېسیو عملي کول.
- د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړوونې او علمي اعتبار د معیارونو سره سم د کیفیت د ښه والي او پرمختګ چارې رهبري، څارل او تنظیمول.
- په پوهنتون کې د تدریس، تحقیق، اسانتیاوو او پرمختیاوو لپاره د لازمو معیارونو او شراېطو وړاندې کول.
- د ملي او نړیوالو معیارونو پر اساس غوره تدریس او علمي څېړنو فرهنګ ته وده ورکول.
- په پوهنتون کې د کیفیت لوړوونې یو بنسټیز او دوامداره طرزالعمل رامنځته کول.
- د مسلکي زده کړو وړاندې کولو په منظور استادانو او محصلانو ته د ظرفیت لوړوونې پروګرامونه چمتو کول.
- د پوهنتون او علمي برنامو په کچه ملي او نړیوال علمي اعتبار ترلاسه کول.