اعتبار اخېستنه

اعتبار اخېستنه

هغه پروسه ده چې لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبارو ورکوونې ریاست ته د ځان ارزوونې راپور تر سپارلو وروسته د یاد ریاست له خوا تر سره کېږي. اعتبار اخېستنه د ځان ارزوونې پاېله بلل کيږي.
په دغه پروسه کې د پوهنتون له خوا ځان ته د هر معیار په مقابل کې د ورکول شويو نمرو عملاً ارزیابي، د یاد ریاست له خوا ترسره کېږي او په پايله کې پوهنتون ته د تر سره شوې ارزوونې په اساس د کاميابۍ (ټاکلې نمرې ترلاسه کول) يا ناکامۍ (ټاکلې نمرې نه ترلاسه کول) نتيجه ورکول کيږي.
اعتبار اخېستنه درې مرحلې لري چې په وروستۍ مرحله کې پوهنتون بشپړ اعتبار Full Accreditation ترلاسه کوي.

د اعتبار ورکوونې پروسې پړاوونه

لومړی پړاو: د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکوونې ریاست له خوا پوهنتون ته د اعتبار اخيستنې پروسې په هکله رسما خبر ورکول کېږي.
دويم پړاو: پوهنتون د خپل ځان په اړه ارزونه  ترسره کوي او د معلومو غوښتنو پر اساس د ځان ارزوونې راپور چمتو کوي.
درېیم پړاو: پوهنتون د ځان ارزوونې راپور او اړونده اسناد  لوړو زده کړو وزارت ته سپاري. د ځان ارزوونې راپور د پوهنځي او پوهنتون په کچه جوړيږي.
څلورم پړاو: د لوړو زده کړو وزارت یاد اسناد او شواهد مطالعه کوي او بیا یې د مسلکي کتونکو ټیم ته استوي.
پنځم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د ځان ارزوونې راپور او اړوند اسناد تر غور او بر رسۍ لاندې نیسي.
شپږم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د پوهنتون څخه د کتنې او ارزوونې په اړه موافقه کوي.
اووم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم له پوهنتون څخه کتنه ترسره کوي او د اعتبار ورکوونې ۱۲ اصلي او ۵۰ فرعي معيارونو پر اساس پوهنتون ارزوي.
اتم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم په لومړي قدم کې د پوهنتون له لوري د استول شوي ځان ارزوونې راپور له مخې د پوهنتون له رهبرۍ شورا نيولې د محصلانو په شمول د استادانو او ټولو برخو اداري کار کوونکو سره په جلا ډول کتنې کوي، په يادو کتنو کې ټول شفاهي معلومات او خبرې ثبت کوي او د هرې ناستې انځورونه اخلي. په دويم قدم کې، د ځان ارزوونې راپور او شفاهي معلوماتو پر اساس په هره اړوند برخه کې اسناد ګوري او په اړه يې تبصرې له ځان سره ليکي.

نهم پړاو: د مسلکي کتونکو ټیم د ترسره شويو کتنو او ارزوونې پر اساس راپور چمتو کوي او په لوړو زده کړو وزارت کې يې د کیفیت لوړوونې او اعتبارورکوونې د ریاست اړوند بورډ ته د ټولو اثباتيه اسنادو (ثبت شوې خبرې، انځورونه، د اړوند اسنادو کاپي) سره يوځای سپاري.
لسم پړاو: پوهنتون ته فرصت ورکول کېږي، ترڅو د راپور د کره والي او صحت په اړه خپل نظر څرګند کړي او دلیل وړاندې کړي. دا کار د نتيجې په اړه د نهايي تصميم وړاندې په پوهنتون کې د ارزوونې په پای کې تر سره کيږي.
یوولسم پړاو: د کیفیت لوړوونې او اعتبار ورکوونې د ریاست بورډ:
الف: هغه نمرې چې د مسلکي کتنې په راپور کې ذکر شوې، تایيدوي يا يې د اسنادو او شواهدو پر اساس تغيروي.
ب: د اعتبار ورکوونې په اړه تر پرېکړې مخکې له مسلکي کتونکو ټیم څخه د لازیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.
دولسم پړاو: د لوړو زده کړو وزارت له لورې د اعتبار ورکوونې د تصمیم په اړه، پوهنتون ته په کتبي ډول د علمي اعتبار اړوند ارزوونې نتيجه استول کيږي

دریالسم پړاو: که چېرې پوهنتون باور لري چې د ارزوونې نتيجه عادلانه نده، پوهنتون فرصت لري چې پر نهايي پرېکړې د بیا کتنې او غور غوښتنه وکړي.
څوارلسم پړاو: د ارزوونې نتيجې په ملتيا پوهنتون د مثبتو کړنو او نيمګړتياوو د سمون په موخه تفصيلي پاېله استول کيږي.
پنځلسم پړاو: اړونده پوهنتون د مسلکي ارزوونکي ټيم سپارښتنو او په ګوته شويو نميګړتياو د اصلاح په موخه کاري پلان جوړوي او د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوونې رياست ته يې استوي.

error: Content is protected !!
X